ډېر لوستل شوي

افغان ګاز شرکت به هره ورځ ۳۶۰ زره متر مکعب طبعي ګاز په ګلبهار پاور شرکت باندې د برق د تولید په موخه پلوري

د امارتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې د افغان ګاز امارتي شرکت او ګلبهار پاور خصوصي شرکت ترمنځ د طبعي خام ګاز د پلور پنځه کلن تړون شوی دی.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا تړون د امارتي شرکتونو د لوی رییس، مولوي احمد جان بلال او د ګلبهار پاور خصوصي شرکت د رییس، حاجي ګلبهار حبیبي په شتون کې د افغان ګاز امارتي شرکت د اجراییوي رییس، مولوي اختر محمد منصور او د یاد خصوصي شرکت د استازي لخوا د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
د دې تړون پر بنسټ به افغان ګاز شرکت هره ورځ ۳۶۰،۰۰۰ متر مکعب طبعي ګاز په ګلبهار پاور شرکت باندې د برق د تولید په موخه پلوري.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست په خبرپاڼه کې یاد تړون د داخلي انرژۍ تولید د ظرفیت لوړونې او د طبیعي سرچینو د اغېزمنې کارونې او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو رغنده ګام بلل شوی دی.

اړوند خبرونه