د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن غواړي له روسيې سره د «نیو سټارټ» هوکړهلیک پر بنسټ د ستراتيژيکو اټومي وسلو د محدوديت تړون وساتي.
ټرمپ د سپينې ماڼۍ په خبري ناسته کې وويل: “دا داسې هوکړه نه ده چې پای ته ورسېږي. موږ په دې اړه کار پيل کړی. که د اټومي وسلو محدودیتونه لهمنځه ځي، دا به لویه ستونزه وي. “
د «نیو سټارټ» هوکړهلیک چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسليک شوی او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې فبرورۍ په میاشت کې پای ته ورسېږي. ياد تړون امريکا او روسيه دې ته ژمنوي چې له ۱۵۵۰ څخه ډېرې ستراتيژيکې جنګي سرګلولې ونهلري. د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا د دواړو اټومي ځواکمنو هېوادونو ترمنځ وروستی پاتې شوی تړون دی چې د وسلو د کنټرول لپاره نافذ دی.