ډېر لوستل شوي

کمبوډیا له ټایلنډ سره اوربند ته حاضر شو

کمبوډیا له ټایلنډ سره د شخړې له زیاتېدو وروسته، بې له قیده او شرطه اوربند ته غاړه کېښوده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا اعلان د ملګرو ملتونو په سازمان کې د کمبوډیا د استازي چیا کیو له‌‌لوري شوی. نوموړي نن (شنبه، زمري ۴مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دا پرېکړه یې له امنیت شورا سره تر ناستې وروسته کړې ده.

چیا کیو زیاته کړې، کمبوډیا د جګړې د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې او له ټایلنډ سره یې د شخړې سوله‌ییز حل ته چمتووالی ښودلی دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دویم ځل لپاره د درنو وسلو ډزې تبادله شوې او جګړه لا پراخه شوې ده.

اړوند خبرونه