د ملګرو ملتونو عمومي منشي «انتونیو ګوترېش» یو وار بیا په غزه کې د اسرائیلي رژیم له لوري پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او دا یې اخلاقي بحران بللی دی.
انتونیو ګوترېش پرون (جمعه) د بښنې نړیوال سازمان په غونډه کې د غزې روان وضعیت له هغې خراب بللی، څومره چې یې دوی بیانوي.
د نړیوالو رسنیو په راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حواله دا هم ویل شوي چې په غزه کې روان وضعیت د بشري ستونزې ترڅنګ اخلاقي بحران دی چې وجدان ننګوي.
د انتونیو ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرو څو ورځې راهیسې د فلسطین له غزې څخه د لوږې له امله د فلسطینیانو د مړینې راپورونه ورکول کېږي.
د ویلو ده چې پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیله تر اوسه لسګونه زره فلسطینیان شهیدان او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.