ډېر لوستل شوي

روسیې کې زورورې زلزلې د سونامي خبرداری راپارولی

د روسیې په ختیځ کې نن سهار د ریښتر په کچه ۸.۸ درجې زلزلې سخت لړزولی، چې له امله یې د سونامي (د بندري څپو) خبرداری ورکړل شوی دی.

د روسیې اړوندو ادارو ویلي، چې دا په وروستیو لسیزو کې تر ټولو زوروره زلزله وه، چې لرې پرتې سيمې هم ترې اغيزمنې شوې دي.

ويل‌کېږي له زلزلې وروسته د سونامي د څپو احتمال زیات شوی او اټکل کېږي چې د ارام سمندر له لارې نورو ساحلي هېوادونو ته هم خپرې شي.

په جاپان، د امریکا په هاوایي ایالت، چیلي او د امریکا لوېدیځو سواحلو کې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې ژر تر ژره له ساحلي سیمو ځانونه لرې کړي. تراوسه د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو د بیړنیو خدماتو ډلې چمتو شوي دي او د وضعیت څارنه روانه ده.

اړوند خبرونه