ډېر لوستل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: لسګونه زره افغان کډوالو ته د کار او زده‌کړې زمينه برابرې شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم‌الرحمان فاني د کډوالۍ موضوع یوازې د افغانستان نه، بلکې یوه نړیواله ستونزه يې بللې ده.

د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د ښاغلي فاني له قوله ويلي، چې يو شمېر ګاونډيو هېوادونو د نړيوالو اصولو خلاف او په غير منظمه توګه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل سره سره اسلامي امارت وکولی شول چې په سمه توګه يې مديريت کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې دې نړیوال اصول، قوانين او انساني ارزښتونه په پام کې ونیسي.

د ښاغلي فاني په وينا: “که هېواد ته د افغان کډوالو پروسه په سمه توګه نه وای مديريت شوې؛ نو یو لوی بشري ناورین به رامنځته شوی وای “.

د ياد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي وایي، دا مهال شاوخوا ۶ میلیونه افغان وګړي په ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

مولوي محمودالحق احدي په دې پروګرام کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه له کوربه هېوادونو سره پرلپسې خبرې کړې دي.

د ښاغلي احدي په وینا، د اسلامي امارت د هڅو په پايله کې، د تېر یوه کال په لړ کې له ایران څخه ۴۱۰ افغان بنديان راخوشې او خپلو کورنو ته لېږدول شوي دي. دغه راز له پاکستان څخه هم څه باندې ۵ زره بندیان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد وزارت د پلان او پاليسۍ رييس زياته کړې: “تېر یوه کال کې ۴۲ زره راستنو شویو افغان کډوالو ته د همکارو بنستونو سره په همکارۍ کاري فرصتونونه برابر شوي دي. ” او همدارنګه په دې موده کې د راستنیدونکو ۲۰ زره زده کړیالانو چې زده کړې یې نیمګړې پاتي وي د پوهني په برخه کې د زده کړو بشپړولو زمینه برابره شوې ده.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د اسنادو د نشتوالي له امله له پاکستان او ایران څخه ټول ټال ۹ زره ۹ سوه ۵۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

اړوند خبرونه