د اندونيزيا د بالي سیمې په اولوواتو معبد کې، چې د یوولسمې پېړۍ هندو عبادت ځای دی، بېزوګانې د ګرځندویانو له مبایلونو او قیمتي توکو سره لوبې کوي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، شادیانې هره ورځ له سیلانیانو له ۵ تر ۱۰ مبایلونه، عینکې، بټوې او نور ارزښتناک توکي غلا کوي، خو وروسته یې د خوراکي توکو په بدل کې بېرته ورکوي.
د شادیانو څېړونکي وايي، دا مخلوقات پوه شوي چې کوم توکي قیمتي دي او په وينا يې چې دغه غلا د خوړو د ترلاسه کولو لپاره کوي. د يادونې وړ ده، چې دا مهال په یاد معبد کې شاوخوا ۶۰۰ بېزوګانې ژوند کوي او سیلانیان یې هم په چل، ځیرکتیا او غلا تورنوي.