د کولمبیا پخوانی ولسمشر الوارو یوریب، چې له کلونو راهیسې د قضايي تعقیب لاندې و، پرون د دغه هېواد یوې محکمې د ۱۲ کلن کورني بند سزا واوروله.
محکمې نوموړی د رشوت د ورکړې په قضیه کې مجرم ګڼلی او پرېکړه یې کړې، چې یوریب به له دې بند سره سره څه باندې ۵۰۰ زره امریکايي ډالره جریمه هم ورکوي. همداراز، د حکم له مخې، هغه به تر راتلونکو اتو کلونو پورې له هر ډول دولتي دندو محروم وي.
الوارو یوریب، چې له ۲۰۰۲م څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې د کولمبیا ولسمشر پاتې شوی، د دغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې پر ضد به یې رسمي اعتراض وړاندې کړي. د یوریب قضیه له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د کولمبیا د عدلي ارګانونو تر څېړنو لاندې وه.