د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د امنیت شورا د مرستیال دیمیتري مدودف ګواښوونکو څرګندونو ته په غبرګون کې، روسیې ته څېرمه د اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کېدو لارښوونه کړې ده.
ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې «تروټ سوشیال» له لارې ویلي، چې دا اقدام یې د احتیاط په موخه او د مدودف د څرګندونو په ځواب کې کړی دی. د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف، ټرمپ ته په غبرګوني پیغام کې ګواښ کړی و، چې “روسیه نه ایران دی او نه اسرائیل؛ دا هېواد لا هم د شوروي دورې اټومي وړتیاوې لري.”