ګندنه هغه خوندوره شنه سبزي ده، چې د سلګونو کلونو راهیسې نه یوازې د خوړو په توګه کارول کېږي، بلکې د درملنې لپاره هم ترې ګټه اخیستل شوې ده. دغه سبزي چې په انګليسي ژبه کې د «Leek» په نوم پېژندل کېږي او علمي نوم یې Allium ampeloprasum دی، د پیازو له کورنۍ سره تړاو لري.
طبي څېړنې ښيي چې ګندنه په ۹۰ سلنه اوبو سربېره، له ګڼ شمېر ګټورو ویټامینونو او منرالونو څخه جوړه ده؛ لکه ویټامین اې، بي، سي، کلسیم، فاسفورس، پوتاشیم، منګنیز، وسپنه، کلورین او ګوګړ، چې هر یو یې د بدن د مختلفو غړو د سالم فعالیت لپاره مهم دي.
روغتیاپوهان ګندنه د اعصابو د پیاوړتیا، د شریانونو د نرمښت، د هضم د آسانتیا، د وینې فشار د کنټرول، د کمخوني، د شکر او مفصلي دردونو د مخنیوي لپاره مؤثره ګڼي. همداراز د ګندنې خواص د ماشومانو د ودې، د امیندوارو میندو د تغذيې، د سرطان ضد ځانګړتیاوو، د زړه د روغتیا او د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ډېر ارزښتناک ګڼل شوي دي.
۱. د کندنې روغتيايي ګټې او غذايي ارزښت
- د وينې پاکول:
ګندنه د زهرجنو مواد ضد خاصيت لري؛ نو پر همدې اساس د ويني په پاکوالي کې مرسته کوي او له همدې لارې د بدن عمومي روغتيا ته ډېره ګټه لري. - د هډوکو په روغتيا کې مرسته کوي:
په ګندنه کې شته کلسيم او نور منرالونه هډوکي پياوړي کوي او په استعمال سره د انسان هډوکی سالم او قوي پاته کېږي، چې له ماتېدو او نورو ستونزو مخه نيسي. - د پوستکي د روغتيا ساتنه:
ګندنه د خپل انټي اکسيدان موادو له امله د پوستکي ضد زړښت او تخريب مخنيوی کوي. دا سبزي پوستکی شفاف او نرم ساتي او د جلد له ځينو التهابي ناروغيو څخه مخنیوی کوي. - د بدن د انرژۍ زياتوالی:
په ګندنه کې شته ویټامینونه او منرالونه د بدن د انرژۍ په زیاتولو او ستړیا کمولو کې مرسته کوي او دغه راز د ورځني فعالیتونو لپاره ضروري قوت برابروي. - د زړه ناروغيو مخنيوی:
د ګندنې په ترکیب کې شته مواد د وینې فشار کنټرولوي او شریانونه نرم ساتي، چې د زړه په ناروغیو او د سکته د خطر په کمولو کې مرسته کوي. - د سترګو روغتيا ته ګټه رسوي:
په ګندنه کې ویټامین A او نور انټي اکسيدانونه د سترګو د روغتیا ساتنه کوي او د نظر د کمزورتیا او نورو ستونزو مخنیوی کوي.
۲. په افغانستان کې د ګندنې حاصلات
په افغانستان کې ګندنه په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې معتدل اقلیم ولري لکه کابل، کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ کې ښه حاصل ورکوي. دغه سبزي د کليوالو باغونو او کوچنیو کرنیزو ځمکو لپاره مناسبه ده.
- د کرنې اسانتیاوې:
ګندنه نسبتاً لږه اوبه او نرمې خاورې ته اړتیا لري. دا د کورونو د باغونو او کوچنیو ځمکو لپاره غوره انتخاب دی ځکه چې لږ ځای نیسي او په آسانۍ وده کوي. - اقتصادي ارزښت:
ګندنه په افغانستان کې د کورنیو او بازارونو لپاره یوه مهمه سوداګریز سبزي ده.
دا سبزي په ځانګړي توګه په ښارونو کې د بېلابېلو خوړو برابرلو په اساس ډېر مينوال لري او ګټه يې هم بزګرانو ته رسېږي.
- د ګندنې بازارموندنه:
ګندنه په تازه حالت کې د بازارونو تر څنګ په ځینو ځایونو کې په وچې شوې یا پروسس شوې بڼه هم خرڅیږي، چې دا د کرونګرو لپاره اضافي اقتصادي فرصت برابروي. - د معدې سوخت او التهاب:
که ګندنه په ډېره اندازه او دايمي وخوړل شي، ښايي د معدې د مخاطي پردې سوخت یا التهاب رامنځته کړي چې له امله يې معدې ته درد او سوزش پیدا کېږي. - له پوستکي سره حساسيت:
په ځينو کسانو کې د ګندنې په استعمال سره د پوستکي خارښت، سوروالی یا الرژي راپيدا کېږي. - د وینې د رقت زیاتوالی:
ګندنه د وینې د رقیق کولو خاصیت لري؛ نو هغه کسان چې د وینې د رقیقوونکو درملو لکه (warfarin) کاروي، باید د ګندنې په استعمال کې احتیاط وکړي. - د تنفس ستونزې:
که ماشوم یا حساس کس ډېر ګندنه وخوري او یا يې په ناڅاپي ډول تنفس کړي، ښايي د ساه بندۍ، ټوخې یا نورو تنفسي ستونزو سره مخ شي. - د حمل او شیدو ورکونې پر مهال احتیاط:
امیندواره او هغه ښځې چې شیدې ورکوي باید د ګندنې د استعمال لپاره له ډاکټر سره مشوره وکړي، ځکه ځینې فعال مواد یې ښايي پر ماشوم اغېزه وکړي.
۴. سپارښتنه:
ګندنه یوه طبیعي او ګټوره سبزي ده؛ خو ټول خواړ بايد په اعتدال سره وخوړل شي.
امیندواره ښځې، ماشومان او هغه کسان چې ځانګړي روغتیايي ستونزې لري، باید د ګندنې د استعمال پر مهال له ډاکټر سره مشوره وکړي.
ګندنه د بدن د روغتیا، ښکلا او ځواک لپاره یو غوره انتخاب دی؛ نو هڅه وکړئ چې په خپل خوراک کې يې ځای ورکړئ.