ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي د يونيسف له اجرائيوي رئيس سره کتلي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونيسف) له اجرائيوي رئيس او عملياتي مدير ټېډ چيبان سره رسمي ناسته ترسره کړې ده.

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت “امید راډيو” ته په رالېږل شوي پيغام کې ويلي، چې په دې کتنه کې ښاغلي چيبان د اسلامي امارت هڅې ستایلي او د همکاریو د لا پراختيا غوښتنه يې کړې ده.

نوموړي د پوهنې، د کډوالو د بېرته ستنېدو او اقتصادي پروګرامونو په برخو کې د یونيسف د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ويلي یې دي چې د کاري زمینو برابرول به د دوی له کاري لومړيتوبونو څخه وي. په ناسته کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستيال د یونيسف له روانو همکاریو مننه کړې او له ټولو خیریه بنسټونو یې غوښتي، چې د راستنېدونکو کډوالو په تړاو لا زیاته مرسته او همکاري وکړي.

اړوند خبرونه