د بهرنیو چارو وزارت د بېرته راستنېدونکو کډوالو په اړه د یوناما د بشر حقونو څانګې وروستی راپور له واقعیت لرې او د علمي څېړنو له اصولو سره په ټکر کې بللی دی.
ياد وزارت له همدې امله د یاد سازمان استازی د لا زیاتو توضیحاتو لپاره احضار کړی دی.
د وزارت په وینا، د دوی په مشرۍ جوړ ګډ کمېسیون راپور هر اړخیز ارزولی او موندنې ښيي چې په راپور کې د مرستې پر ځای د کلماتو په لوبولو سره حقایق تحریف او د کډوالو ذهنونه ګډوډ شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په راپور کې سیاسي رنګ لرونکې اصطلاحات کارول شوي، چې د یوناما د بې پرېتوب اصل تر پوښتنې لاندې راولي.