خدای تعالی انسان ته د طبيعي خوړو بې شمېره نعمتونه ورکړي، چې له هغو څخه یې یو ارزښتناک او لږ پېژندل شوی نعمت د ګورګورو غرنۍ مېوه ده. دا طبیعي، ځنګلي، خودرویه او موسمي مېوه نه یوازې خوندوره ده، بلکې ګڼې روغتیایي، درملیزې او کلتوري ګټې هم لري.
د انسان بدن د طبیعي خوړو، تازه مېوو او له کیمیاوي موادو پاکو غذاوو ته اړتیا لري، څو د نوې ټکنالوژۍ له اغېزو، خراب چاپېریال او استرسونو سره مبارزه وکړي. له همدې کبله، د ګورګورو په څېر مېوې، چې انټياکسیدان، ویټامینونه، معدني مواد او طبیعي ځانګړتيا لري، د انسان پر روغتیا ژور، خو مثبت اغېز کوي.
ګورګورې نه یوازې د طبیعي درملو رول ادا کوي، بلکې د پښتنو په فولکلوري ادب کې هم ځانګړی ځای لري. دا مېوه د ښکلا، تور رنګ، لیدو پلمې او حسي جذابیت سمبول ګڼل شوې، چې ولسي ادب یې ژور کلتوري اهمیت څرګندوي.
په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې د ګورګورو مېوې علمي، تغذیوي، درملیز، جغرافیایي او فولکلوري اړخونه له مختلفو زاویو وڅېړل شي، ترڅو دا ارزښتناک نعمت وپېژندل شي، په ټولنه کې یې کارونه لا ډېره دود شي او د سيمهييز اقتصاد په پیاوړتیا کې هم اغېزناک رول ولوبوي.
۱. د ګورګورو روغتیايي ګټې
ګورګورې د طبیعت له هغو موسمي مېوو څخه ده، چې نه یوازې خوندوره ده، بلکې روغتیا ته ګڼې مهمې ګټې هم لري. دا مېوه د انسان بدن ته هغه ارزښتناک عناصر رسوي، چې له ستړیا، کمزورۍ، التهاباتو او ناروغیو سره مبارزه کوي. دلته یې څو مهمې روغتیایي ګټې یادوو:
- د بدن د دفاعي سیستم پیاوړتیا:
ګورګورې د ویټامین C بډایه سرچینه ده، چې د بدن د دفاعي سیستم یا معافیت لوړوي. دا ویټامین د وجود حجرې تازه ساتي، بدن له موسمي ناروغیو ژغوري او د زکام، ټوخي، تبه او التهاباتو پر ضد قوي دفاع جوړوي.
- د هاضمې ښهوالي لپاره ګټوره:
په ګورګورو کې شته فایبر (فایبري مواد) د معدې سيستم تنظیموي، قبض له منځه وړي، د کولمو حرکت اسانه کوي او د هضم پروسه طبیعي حالت ته راولي. ياده دې وي چې له خوړو وروسته په کمه اندازه د ګورګورو خوړل، معده ارامه ساتي.
- وينه پاکه ساتي:
ګورګورې د بدن له زهرجنو موادو د پاکېدو ځانګړتيا لري. دا مېوه د وینې جریان منظموي، د زهرجنو موادو د ایستلو له لارې پوستکی شفاف کوي او د وجود داخلي پاکوالی تضمینوي.
- د پوستکي او ویښتانو ښکلا:
په دې مېوه کې شته انټياکسیدانونه، ویټامین A او E د پوستکي د تغذیې، ځوان ساتلو او د ګونځو مخنیوي کې مهم رول لري. همداراز، د ویښتانو قوي ساتلو او د وېښتو تویېدنې مخنیوي کې هم مرسته کوي.
- د زړه د سلامتیا لپاره مهمه:
ګورګورې د کولسټرول کچه ټیټوي، وینه نرموي او د زړه شریانونه پاک ساتي. دا مېوه د زړه حملې او فشار د ناروغیو پر وړاندې محافظتي رول لري.
- د وینې شکر کنټرولوي:
د ګورګورو فایبر لرونکي طبیعي جوړښت له امله د وینې د شکر کچه په توازن کې ساتي، چې دا کار د شکرې ناروغانو لپاره ډېره مهمه دی.
- وزن کموي:
ګورګورې ډېره کمه کالوري لري، خو د مړښت احساس ژر راولي. له همدې امله د هغو کسانو لپاره چې غواړي وزن کم کړي، دا مېوه غوره انتخاب ګڼل کېږي.
- د سترګو د لید قوي کول:
په دې مېوه کې ویټامین A شته، چې د سترګو ليد پیاوړی کوي، د سترګو سوخت، د نظر کمزوري او شپهکورۍ له منځه وړي.
۲. په افغانستان کې د ګورګورو حاصلات او د زرغونېدو بڼه
ګورګورې په طبيعي ډول په غرنيو او نيمه غرنيو سيمو کې په وحشي بڼه زرغونېږي. دا مېوه کرنیز فصل نه لري، خو د ځینو کروندګرو له خوا د کوچنیو باغچو په ډول هم کېنول کېږي.
- کوم ځایونه ګورګورې لري؟
په افغانستان کې ګورګورې تر ډېره په پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې پيدا کېږي.
دا سیمې د اقلیمي شرایطو له امله د ګورګورو د ودې کولو لپاره خورا وړ دي. خلک دا مېوه د وحشي بوټو له لارې راټولوي او په بازارونو کې یې پلوري.
- د حاصل وخت (موسم):
ګورګورې عموماً د غبرګولي له وروستیو تر زمري میاشتې پورې په پخېدو وي. دا مېوه د غرنیو سیمو د طبیعي بارانونو او مناسبه تودوخې پر بنسټ وده کوي.
- د بازار اړتيا:
په موسمي بازارونو کې ګورګورې د نورو مېوو ترڅنګ ښه ارزښت لري، ځکه هم خوند لري او هم د خوړو تر څنګ طبیعي دوا ګڼل کېږي.
د افغانستان لويې لارې، ولسوالۍ او سيمهييز بازارونه د ګورګورو د خرڅلاو اصلي ځایونه دي.
۳. د ګورګورو احتمالي زیانونه
سره له دې چې ګورګورې ډېرې روغتیایي ګټې لري، خو که له اندازې زیات یا د ځانګړو ناروغیو پر مهال وخوړل شي، ځینې منفي اغېزې هم لرلای شي.
- د معدې تېزاب زياتوي:
ګورګورې طبیعتاً تروې او تېزې دي، چې د معدې تېزاب زیاتوي. که څوک د معدې زخم، سوخت یا تیزابیت لري؛ نو بايد په خوراک کې يې له اختياطه کار واخيستل شي.
- اسهال یا نس ناستې:
زیات مصرف یې د معدې هضم ګډوډوي او په ځینو کسانو کې نس ناستې یا اسهال پیدا کوي.
- ممکن مکروبي ناروغۍ ولېږدوي:
ګورګورې که ونه مينځل شي، ماشومانو ته د خېټې درد، استفراق یا د بډوډو دردونه پیدا کولای شي. کوچنيانو ته باید پاکې، تازه او په کمه اندازه ورکړل شي.
- غاښونو ته زيان رسولی شي:
د ګورګورو تېز تروش تیزاب د غاښونو میناؤ ته زیان رسوي، چې له امله یې غاښونه خرابېدای شي، په ځانګړې توګه که څوک له خوړلو وروسته غاښونه ونه مینځي.
- د بدن د يخوالي درجه زياتولی شي:
ګورګورې طبیعتاً سړې دي، نو د هغو کسانو لپاره چې د بدن یخوالی، زکام، یا د مفصلونو دردونه لري، د زیات استعمال له امله د ناروغۍ شدت زیاتېدلی شي.
- حساسیت (Allergic Reaction)
په ځینو خلکو کې ممکن ګورګورې د پوست خارښت، د خولې سوروالی، یا خارش پیدا کړي. دا نادره ده، خو که څوک دا ډول عکسالعمل وویني، باید سملاسي ډاکټر ته مراجعه وکړي.
۴. سپارښتنه:
“هر څومره ګټور خواړه چې له اندازې زیات وخوړل شي، روغتيا ته زيان رسوي.”
ګورګورې هم باید تل په اعتدال سره وخوړل شي. که څوک روغ رمټ وي؛ نو یوه معقوله اندازه ګورګورې نه یوازې خوندورې دي، بلکې ګټورې هم دي. خو که څوک ناروغ وي، عمر یې ډېر وي، یا د بدن ځانګړي حساسیتونه لري؛ نو باید له ډاکټر سره مشوره وکړي.