د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په خپل اېکس لیکلي چې اوسمهال د امو سیند پر غاړه ۲۵۰۰ پلټونکي د سرو زرو په ایستلو او موندلو بوخت دي.
د ښاغلي افغان په قول چې دا زرپلټونکي مسلکي دي او ۳۵۰ تنو ته یې د کار اجازه لیکونه هم ورکړل شوي دي.
نوموړی وړاندې وایي چې د اجازه لیکونو اخیستونکي یې ډېری د امام صاحب ولسوالۍ د شهروان، کلبات، غروو، مذاکره، قلم ګذر، یکه توت او سکې سیمو اوسېدونکي دي.
زر پلټونکي له افغان حکومت راضي دي او خوښ دي چې د حلال رزق ګټنې زمینه ورته چمتوشوې ده.
همایون افغان وړاندې وایي، په کندز ، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د سرو زرو لویو کانونو سربېره د حرفوي زرپلټونکو لپاره ګڼې سیمې شته، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یې د ناقانوني پلټنې مخه نیول شوې ده.
دی وایي چې د سروزرو د کانونو د پلټنې او استخراج تړونونه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي او دوی یې د ایستنې قانوني واک لري.
د ویلو ده چې اوسمهال د هیواد په شمال کې ګڼو کسانو ته د زرپلټنې کاري جوازونه وېشل شوي دي او دا لړۍ لا روانه ده.