د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر، محمد اسحاق ډار سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي، سترو پروژو، کډوالو او یو شمیر نورو موضوعاتو بحث کړی دی.
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي ویلي چې اسلامي امارت له ګاونډي هیواد پاکستان سره سوداګرۍ، ټرانزیت او ګډو پروژو پراختیا ته لېواله دی، او په وینا یې چې پاکستان دې په دې برخو کې د ستونزو د حل د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د ا.ا بهرنیو چارو وزیر همداراز په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې هلته د میشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي. د اعلامیې له مخې چې بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار ویلي چې حکومت یې له افغانستان سره دوهاړخیز تجارت او ټرانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او په یادو برخو کې یې د لازمو اسانتیاوو د رامنځتهکېدو ژمنه کړې ده.