د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دوبۍ لپاره له افغان سرکنسول عبدالرحمن فدا سره کتلي دي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي حنفي په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو ملاتړ ته د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده، چې کونسلګري دې هتله مېشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي.
په ورته مهال عبدالرحمن فدا په دوبۍ کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره د خپلو ټولو هڅو د ډاډ ترڅنګ ټينګار کړی، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي. یاده دې وي، چې اسلامي امارت په دوبۍ سربېره نورو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو د ستونزو حل ته ژمنتيا ښودلې او دوی ته د هر ډول لازمو خدمتونو په رسېدو ټینګار شوی دی.

