ډېر لوستل شوي

د افغان کډوالو د «هویتي ستونزو» د حل لپاره د احصایې ادارې پلاوی ایران ته ولاړ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمدنبي نصرت په مشرۍ یو پنځه کسیز پلاوی د افغان کډوالو د «هویتي ستونزو» د حل په موخه ایران ته سفر کړی دی.

دغه اداره وايي، چې یاد پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د چارو د ښه تنظیم لارې چارې وارزوي او د کاري ټیمونو اړتیاوې به بشپړې کړي، څو ژر تر ژره د کډوالو ستونزې حل شي.

مولوي نصرت ویلي، چې په ایران کې افغان کډوالو ته د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونو وړاندې کول د ادارې له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به هر اړخیزې هڅې وکړي. مسوولينو ټينګار کړی، چې دغه اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوالو ثبت یوازینۍ او معتبره مرجع ده، چې هره ورځ په زرګونو هېوادوالو ته د کاغذي او برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په ګډون اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

اړوند خبرونه