د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبير د ډنمارک د کډوالو شورا له مشرې چارلت سلنته سره په ختيځو ولايتونو کې د زلزلې له امله د بېځايه شويو او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو رسولو په تړاو خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې «چارلت سلنته» په زلزله کې د مرګژوبلې له امله خپله خواخوږي ښودلې او زياته کړې يې ده، چې دوی خپلې بېړنۍ مرستې ځيتځو ولايتونو ته لېږلې او همکاران يې له اسلامي امارت سره په همغږۍ کار کوي.
مولوي عبدالکبير هم په دې ناسته کې د ډنمارک مرستې ستايلې او دغه راز يې، زيانمنو شويو کورنيو ته پرنقدي مرستو رسولو او د استوګنې ځايونو پر بيا رغونې ټينګار کړی دی.
د يادونې وړ ده، ښاغلي عبدالکبير په دې ناسته کې زیاته کړې چې اسلامي امارت راستنو شويو ته د کارموندې هڅې کوي او د کډوالۍ د دايمي حل په موخه لاس په کار شوی دی.

