د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قرېشي ویلي، چې پاکستاني لوري نن مازدیګر د نامعلوم دلیل له مخې د تورخم دروازه وتړله.
ښاغلي قرېشي له هېوادوالو غوښتي چې تر دویمې خبرتیا پورې دې هلته له تګه ډډه وکړي.
تر اوسه پاکستاني لوري په دې تړاو څه نه دي ویلي چې ولې یې د تورخم لار د مسافرو پر مخ تړلې.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی لوری دغه ډول یو ګام پورته کوي له دې وړاندې یې هم وخت ناوخت د تورخم لاره د مختلفو پلمو له مخې د مسافرو او افغاني صادراتو پر مخ تړلې.

