ډېر لوستل شوي

سټنډرډ ملي ادارې د نږدې دوه میلیاردو افغانیو په ارزښت د شپږو سترو بنسټیزو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سټندرډ ملي اداره وایي چې د مرکزي لابراتوارونو د پراختیا په موخه یې د ۶ تجهیزاتي بنسټیزو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

ستنډرډ ملي اداره زیاتوي چې دا تجهیزاتي هوکړه لیکونه د نفتي توکو، برښنايي وسایلو، د ډبرو سکرو، نساجي، چرم او کاغذ، ودانیزو توکو او خوراکي توکو څېړنیز لابراتوارنو د تجهیزاتو د پېرېدلو، نصبولو او عیارولو او نورو برخو کې له (ټي.سي.ار.سي.) کمپنۍ سره لاسلیک شوي دي.

دغه اداره ددې هوکړه لیکونو ټولټال ارزښت (۹,۵۸۶,۴۹۲.۱۹۸)  افغانۍ یادوي. د ویلو ده چې د دې پروژو له عملي کولو وروسته به د سټنډرډ ملي ادارې په مرکزي لابروارونو کې د اړوندو توکو د کیفیت تثبیت لا پراخه، روڼ او چټک شي او له بل پلو به هیواد کې د توکو د تولید کیفیت خورا ښه او د ملي سټنډرډونو تطبیق او ترویج به لا غښتلی شي.

اړوند خبرونه