ډېر لوستل شوي

د امید راډیو او ګام خصوصي لیسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه  

په کابل کې د امید راډیو او ګام خصوصي لیسې ترمنځ د زده‌کوونکو د فکري ودې د ځواکمنتیا، د ځوانانو د روزنیزو وړتیاوو د لوړاوي او د روزنې او رسنۍ د پيوند ترنامه لاندې هوکړه لاسلیک شوې ده. 

د دواړو بنسټونو مسوولینو هیله ښودلې چې دا همکاري به هېواد کې د ځوانانو د علمي او رسنیزو وړتیاوو د لوړاوي لپاره زمینه برابره کړي.

د امید راډیو د مسوولینو په وینا چې د دې دوه‌اړخیزې هوکړې د لاسلیک موخه، د راډیو له لارې د روزنیزو او عامه‌پوهاوي د پروګرامونو جوړول، د زده‌کوونکو فکري وده او د رسنیزو پروګرامونو په چوکاټ کې د هغوی د لوړتیاوو لوړول دي.

په ورته مهال د ګام لیسې اجراییوي مدیر، سجاد قرباني له امید راډیو سره د همکارۍ هوکړې له لاسلیک څخه د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی چې د دې لیسې اصلي موخه د زده‌کوونکو روزنه او روښانه راتلونکی دی.

بلخوا یو شمیر ښوونکو د دې هوکړې لاسلیک مثبت او اغیزمن ګام بللی او ویلي یې دي چې په راډیويي خپرونو کې د زده‌کوونکو ګډون د هغوی د فکري وړتیاوو په لوړولو کې مهمه ونډه لرلای شي. 

همداراز ځینو زده‌کوونکو د امید راډیو په خپرونو کې د ګډون ترڅنګ یاد پروګرامونه مهم بللي او د دوام غوښتنه یې کړې ده.  د امید راډیو مسوولینو د یادې هوکړې د لاسلیک پرمهال ډاډ څرګند کړی چې د همکاریو او د هوکړو د لاسلیک دا بهیر به دوام ولري او یاد بنسټ به د ښوونیز بهیر د ودې او د ماشومانو او ځوانانو د وړتیاوو لوړاوي ته ژمن پاتې شي.

اړوند خبرونه