ډېر لوستل شوي

د کونړ سیند او افغاني هوډ؛ “افغانان حق لري چې خپلې اوبه مديريت کړي.”

‏ د اطلاعاتو او کولتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي پر خپل اېکس لیکلي، چې امیرالمؤمنین حفظه الله د اوبو او انرژۍ وزارت ته لارښوونه کړې، چې هر څومره ژر کېږي، پر کونړ سيند د بندونو جوړولو کار پيل کړي.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور ویلي، “افغانان حق لري خپلې اوبه مدیریت کړي.”

ښاغلي منصور وړاندې زیاته کړې، دا تاریخي پرېکړه د اوبو ملي زېرمو د مدیریت لپاره د افغانانو پیاوړې اراده څرګندوي. په هغه غږیز کلیپ کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کیږي، د اوبو او انرژۍ وزیر پکې د کونړ د سیند د جریان د نه‌انحراف ډاډ څرګند کړی. وزیر ویلي چې پر کونړ سیند بند د هېچا په زیان نه دی او د شویو مطالعاتو له مخې، په دې چارې سره به د سیند اوبه نه کمیږي او نه به هم منحرفې شي.

ښاغلي منصور د ګیلې په ډول ویلي چې بهرنیو شرکتونو پر دې سیند پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه؛ خو بېرته یې وزارت ته مثبت یا منفي ځواب نه دی ویلی. د نوموړي له قوله، دې برخه کې باید کورنیو شرکتونو سره تړونونه وشي او بهرنیو شرکتونو ته باید انتظار ونه ایستل شي.

د یادونې ده، چې د کونړ سیند اوبو مهار سره به له یوې خوا هېواد د اقتصادي ټیکاو پر لور حرکت وکړي او له بلې خوا به د برېښنا تولید برخه کې هېواد ځانبسیاینې ته نږدې شي.

اړوند خبرونه