ډېر لوستل شوي

مولوي اسماعیل غزنوي د بدخشان د نوي والي په توګه خپلې چارې پيل کړې

د کورنيو چارو وزارت د پاليسي او ستراتيژۍ مرستيال مولوي عبدالحق مخدوم د بدخشان نوی والي مولوي اسماعيل غزنوي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې رسمي دندې ته ورپېژندلی دی.

د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ښاغلي مخدوم د تېر والي له کړنو قدرداني کړې او له ټولو مسوولینو یې غوښتي چې له نوي والي سره پوره همکاري وکړي، څو د امنیت، ارامتیا او د ولس د خدمت په برخه کې لا ډېر مثبت ګامونه پورته شي.

ويل‌کېږي، په دې مراسمو کې د ولايت د ګڼو ادارو په مسوولينو سربېره علماوو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه