ډېر لوستل شوي

د سلما بند د اوبو د خوشې کولو پروګرام پرېکړه نهايي شوې

په هرات ولایت کې د سلما بند د اوبو د خوشې کولو پروګرام وروستۍ پرېکړه د روان کال د لړم مياشتې په لسمه نېټه نهایي شوې ده.

د ياد ولايت اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې دغه پرېکړه د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار په مشرۍ او د اړوندو ادارو او د هریرود د اته ولسوالیو له استازو سره په ګډه ناسته کې ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د اوبو د معقول مدیریت، د نوې اوبو ‌زېرمو د رامنځته کولو، د جذب‌کوونکو څاه‌ګانو د کیندلو او د اوبو د تنظیم لپاره د مېټرونو د نصب پر اهمیت ټینګار شوی دی.

د هریرود–مرغاب حوزې رئیس د اوبو د عادلانه وېش او د سیمه‌ییزو مسوولینو او اړوندو بنسټونو د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده. د پرېکړې له مخې، د سلما بند د اوبو د خوشې کولو لړۍ به د لړم مياشتې له لسمې نېټې پیل او د شلو شپو او ورځو لپاره به دوام ولري.

اړوند خبرونه