ډېر لوستل شوي

“سږ کال به له کندهاره شاوخوا پنځه زره مټریک ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شي”

د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سږ کال د وچې مېوې په تولید او کیفت کې د ښه‌والي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې سږ کال به له کندهار څخه نږدې ۵ زره مټریک ټنه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شي.

امید راډیو ته په رالېږل‌شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سږ کال دغو صادراتو ته د پاکستان پرځای د ایران  «بندر عباس» او چابهار له بدیلې لارې زمینه برابرېږي، او اوسمهال هم له کندهار څخه د یادو بندرونو له لارې صادرات دوام لري.

په اعلامیه کې ویل شوي: “چې پروسږ کال د وچو مېوو د صادراتو کچه ۴.۵ زره مټریک ټنه وه، خو سږ کال د اسلامي امارت او له سوداګرۍ خونې سره همغږۍ او تخنیکي همکارۍ دا شمېر نږدې پنځه زره مټریک ټنو ته لوړ کړی دی.”

سرچینې لیکلي چې اوسمهال له کندهار څخه ۱۵ ډوله وچې مېوې بهرني هیوادونو ته صادریږي چې پکې انځر، کشمش، آبجوشې، شکرپاره او بادام شامل دي. د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست دا هم لیکلي چې دا مېوې تر ډېره هندوستان، پاکستان، قطر، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، مالیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.

اړوند خبرونه