ډېر لوستل شوي

نورستان کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې د یاد ولایت په «نورګرام» ولسوالۍ کې  ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا شبکه د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري جوړېږي چې په بشپړېدو سره به یې ۷۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د یاد وزارت له لوري په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د څه باندې ۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د پاکو اوبو ۱۴ شبکو جوړولو چارې پیل شوې دي.

سرچینې لیکلي وو چې دا شبکې د جوزجان په آقچې، فیض‌اباد، خانقاه، خواجه دوکوه، مردیان، منګجیک، قوش‌تیپې او د سرپل په سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندې ولسوالیو کې جوړېږي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د يادو شبکو د کار په جريان کې به سلګونه کاريګرو ته د کار زمينه برابره او په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۵ زره ۶۲۹ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
#امیدراډیو

اړوند خبرونه