د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳٫۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۶ پروژې منظورې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له هراړخیز بحث وروسته د ۳ میلیارد ۳۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې شوې او په ۶ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلي دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکلشوو کمېټو ته دنده سپارل شوې څو د پروژو د بیو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره وکړي.
“په همدې ډول یوه پروژه بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شوه او د بلې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو، چې تدارکاتي پروسه یې له سره و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.”
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت دا هم لیکلي چې په منظور شویو پروژو کې د بادغیس د قادس خوردک ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند، د پروان ولایت د بګرام او کوهساپي ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک، د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول او همداراز په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنارسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

