ډېر لوستل شوي

کندهار کې د «انار» په نوم ملي او نړيوال نندارتون پرانيستل شوی

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د «انار» په نوم درې ورځنی ملي او نړيوال نندارتون پرانيستل شوی، چې پکې د هېواد بېلابېل کورني توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د اميد راډيو خبریال چې په دې نندارتون کې یې ګډون کړی وايي، په نندارتون کې ټول هغه توکي نندارې ته اېښودل شوي چې د انارو له حاصل څخه لاسته راغلي دي.
د نوموړي په وینا، د انارو له محصولاتو سره یو ځای لاسي صنایع، خوراکي او غیرخوراکي توکي، او همدارنګه د درملو ډولونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
ویل کېږي، چې دغه ملي او نړيوال نندارتون ته د هېواد له بېلابېلو برخو ګڼ شمېر خلک د لیدو لپاره ورغلي دي.

اړوند خبرونه