ډېر لوستل شوي

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ښه والي لپاره نوې پلانونه تائيد شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسيون د تخنکي کمېټې نوبتې غونډې په ترڅ کې د عوایدو د زیاتوالي لپاره د کرنې اوبو لګولو او مادارۍ وزارت درې طرحې تائيد کړې دي.

ياد معاونيت وايي، دا طرحي د عوايدو د زياتوالي په موخه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې تحقيقاتو، تخمونو، مالدارۍ او حيواني صحت ساتني او قرنطين، او د اوبو او مالدارۍ رياستونو له لوري وړاندې شوې وې.

سرچينه زياتوي، د ګډونوالو له بحث او ارزونې وروسته، دا درې طرحې د تائيد وړ ګرځول شوې او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته سپارل شوې دي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د دې طرحو په عملي کېدو سره به د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کیفیت او کمیت زیات شي، صادرات به اسانه شي، او ورسره به د وزارت عواید به هم لوړ شي.

اړوند خبرونه