د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان، ایران او ازبیکستان د خصوصي سکتورونو «امام ابو حنيفه (رح)» په ګډ سوداګریز نندارتون کې ويلي، چې اسلامي امارت د هېواد د صنعتي کېدو او اقتصادي ودې لپاره ثابت ګامونه اخیستي او هره ورځ نوې کارخونې پرانیستل کېږي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي عزيزي د ملي او نړیوالو نندارتونونو او سوداګریزو کنفرانسونو اهمیت ستايلی او زیاته کړې يې ده، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره ۱۶۰ زره جریبه صنعتي ځمکه ځانګړې شوې او تر ۶ زرو ډېرې کارخونې فعالې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزير پر سیمهییزو او نړیوالو پانګوالو غږ کړی چې په ډاډ زړه دې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د خپلو هېوادونو د ګټې لپاره عملي سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړي.

