ډېر لوستل شوي

اریانا افغان هوايي شرکت د صادراتو لپاره ۳ چارټر الوتکې پېري

د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو ویلي، چې ډېر ژر به د توکو د ټرانزیټ او چټک لېږد په موخه درې ځانګړې چارټر الوتکې وپېرل شي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت وايي، دغه الوتکې به د بوینګ یا ایربس له ډوله وي او اټکلي بیه یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونو ډالرو پورې رسېږي.
د ښاغلي شرافت په وینا، نوې الوتکې به د صادراتي توکو لېږد اسانه او ارزانه کړي.

مسوولین زیاتوي چې د نویو الوتکو په فعالېدو سره به د افغانستان صادرات، په ځانګړې توګه تازه او وچه مېوه، نړیوالو بازارونو ته په چټکۍ او لوړې کچې سره ورسېږي.

اړوند خبرونه