د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په زونونو کې يې د بينالولايتي سندونو د لېږد نوې اسانتياوې پيل کړي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئيس حافظ ضياءاحمد تکل وايي، چې سر له ننه هېوادوال اسناد نه يوازې کابل ته نه، بلکې د وزارت اړوندو شپږو ولايتي څانګو؛ کندهار، هرات، بلخ، کندز، ننګرهار او پکتيا ته هم لېږلی شي.
تکل زیاتوي، چې د دې بهیر په پيل سره د خلکو لګښتونه او سفرونه کمېږي او د تصديق پروسه نوره هم چټکېږي. دا مهال وزارت په کابل ښار کې د ټولو ۳۰ پوسټ خونو له لارې د سندونو عادي تصديق، او د پنځو ځانګړو پوسټ خونو له لارې د بېړني تصديق خدمتونه وړاندې کوي.

