د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۳۷ میلیون ۵۰۵ زره افغانیو په لګښت د لوګر ولایت د مرکز اړوند شپږو کلیو لپاره د برېښنارسونې پروژې چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د ۱۰ توزیعي ترانسفارمرونو په نصب سره د «نوین سیمیا» ساختماني شرکت لخوا په شپږو میاشتو کې تطبیقېږي چې په وسیله به یې د پلعلم ښار او شاوخوا سیمو اوسېدونکي دوامدارې برېښنا ته لاسرسی ومومي.
سرچینې د لوګر مرستیال والي، مولوي محمدانور دینپرور له قوله لیکلي: “دغه پروژه د خلکو د سوکالۍ او اسانتیا لپاره یو مهم پرمختیايي ګام دی. موږ هڅه کوو چې ولس ته لا ډېر خدمات ورسول شي. له خلکو غواړو چې د برېښنا ساتنه وکړي او بېځایه مصرف یې ونهکړي.”
بلخوا د سیمې اوسېدونکي هم د دې پروژې د چارو پیل ته خوښ دي او ژمنه یې کړې چې د تطبیق په بهیر کې به یې مسوولینو سره همکاري کوي.
د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر دا هم لیکلي چې یاده پروژه به د پلعلم ښار، دارالمعلمین، کرکټ میدان، سټډیوم، شاغاسي، هارونخېل او نوآباد شاغاسي سیمو اوسېدونکو ته د برېښنا رسونې اسانتیا برابره کړي.

