د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د برېښنا د پرچاوۍ تړاو معلوماتي کنفرانس کې ویلي، چې د برېښنا وروستۍ پرچاوي د درېیو مهمو عواملو له امله رامنځته شوې ده.
د اميد راډيو خبريال د ښاغلي عمر په حواله ويلي، د کډوالو زیاتوالی د شته برېښنا پر وېش اضافي فشار راوړي؛ همدارنګه په هېواد کې د صنعتي پارکونو، ښارګوټو او استوګنیزو سیمو پراخېدل د برېښنا غوښتنه لوړه کړې ده.
نوموړي درېیم لامل د خلکو له حده زیات مصرف بللی، چې د ښاغلي عمر په وینا کله ناکله شبکه له حده زیاتې بارونې ته ځي او پرچاوي رامنځته کوي. ډاکټر عبدالباري عمر زیاته کړې، چې یوازې په تېر یوه کال کې د برېښنا د تولید په برخه کې شاوخوا ۵۰.۳ مليارد افغانیو پانګونه شوې ده.

