ډېر لوستل شوي

تېره مياشت نږدې ۳ زرو بهرنيو وګړو تګ‌-راتګ کړی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان لمريز کال د لړم میاشتې په ترڅ کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۲ زره او ۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ‌ــ‌راتګ کړی دی.

د يادې ادارې وياند محمد حليم رافع په وينا، په دې موده کې ۱۴۲۶ کسان هېواد ته راغلي او د ۱۳۴۲ کسان هم له هېواده وتلي دي.

 تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز، هرات، فاریاب او حیرتان بندرونو او بلخ هوايي ډګر له لارې راغلي.

د خبرپاڼې له مخې، د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ژوند پېښو ثبت، د بهرنیو وګړو د تګ‌ــ‌راتګ کنټرول او د تابعیت اړوند خدمتونو هم وړاندې کوي.

اړوند خبرونه