ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په سرپل کې د یو میلیارد ۲۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د سرپل – فاریاب عمومي سړک د لومړي لاټ رغنیزې چارې پيل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس لیکلي چې د دې پروژې چارې د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال، مولوي عبدالکریم فاتح، د سرپل مرستیال والي، ملا خال محمد حقاني او یو شمېر سیمهییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي.
سرچینې لیکلي: “یاده پروژه د افغانستان حلقوي سړک یو برخه ده چې ټولګټو وزارت یې اقتصادي او ټولنیز اهمیت ته په کتو د یاد مسیر د لومړي لاټ د (سرپل – فاریاب ۳۰ کیلومتره سړک) د رغونې چارې پيل کړې دي.”
ښاغلي حقشناس دا هم لیکلي چې د دې پروژې چارې به د ۳۲ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د ویلو ده چې د دغه سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د فاریاب او سرپل ولایتونو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي.

