د دولتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې د اریانا افغان هوایي شرکت رییس، ملا بختالرحمن شرافت د «ترکیش ایرلاین» اجراییو رییس، بلا اکشي سره کتلي دي.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د هوايي ترانسپورت پراختیا، د مسافرو لېږد او کارګو خدمتونو د معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي دوهاړخیزو همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس ویلي چې د ترکیش ایرلاین شرکت د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ، سوداګریزو اړیکو، سیاحت او سیمهییزو همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.
بلخوا ترکي لوري ویلي چې ترکیش ایرلاین چمتو دی چې له اریانا سره د تخنیکي روزنې، الوتکو ترمیم او د هوایي عملیاتو د ښهوالي په برخو کې ګډه همکاري وکړي.

