د صادراتو د ۲۵م پړاو د پيل مراسمو په ترڅ کې له هرات ولايته روسیه، اوزبيکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان ته د ګازو او ټرېلرونو صادرات په رسمي ډول پیل شوي دي.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې مراسمو کې د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار د ځوانانو له لوري جوړ شوي تانکرونه او ټرېلرونه ستايلي او ټینګار یې کړی: “دا صادرات نه یوازې د سوداګرۍ توازن ته ګټه رسوي، بلکې د افغانستان د تولیداتو وړتیاوې په سیمه کې څرګندوي.”
د خبرپاڼې له مخې، د «اهن برش» شرکت شاوخوا ۱۰۰ ټرېلرونه چې ۷۰ سلنه تولیدات یې دي، منځنۍ آسیا ته صادر کړي، او اوس مهال ۶ تریلرونه په مستقیم ډول روسیې ته ځي.
د ويلو ده چې د ياد شرکت ټول صادرات شاوخوا ۴ میلیونه ډالر ارزښت لري او له دې سره ۲۶۵ کسانو لپاره په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

