د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل هغه اوازې رد کړي چې ګوندې دوه تابعیته افغانان باید د بهرني پاسپورټ ترڅنګ پر افغاني پاسپورټ ویزه ولري.
نوموړي دا سپیناوی نن سهار(جمعه، لیندۍ ۲۱مه) په خپل اېکس خپور کړی.
ښاغلي تکل ددغه سپیناوي پوسټ په یوه برخه کې لیکلي، “د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي، هغه افغانان چي غواړي افغانستان ته پر بهرني پاسپورت سفر وکړي، د معمول په څېر د خپل افغاني هویت په ښکاره کولو سره د افغانستان ویزې اخیستلو ته اړتیا نه لري او کولای شي له ویزې پرته افغانستان ته سفر وکړي.”
یاده دې شي چې بهرنیو چارو وزارت وخت په وخت بهرمېشتو افغانانو ته د اسانچارۍ د رامنځته کولو ژمنې کړي دي.

