د کندوز ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دې ادارې له لوري د «نواباد» په خواجه مشهد سیمه کې د څه باندې ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د یو سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې دي.
امید راډیو ته د کندوز ښاروالۍ په رالېږلشوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد مارکېټ به په لومړۍ مرحله کې په پنځو پوړونو کې جوړ شي، خو د راتلونکې مرحلې په پلان کې به تر دولسو پوړونو پورې د اعمار ظرفيت هم ولري.
د کندوز ښاروالۍ مسوولینو د دې پروژې د پلي کېدو موخه د ښاري نظم رامنځته کول، د اقتصادي فعاليتونو وده، د کاري فرصتونو زياتوالی او ښاريانو ته د معیاري خدمتونو برابرول ياد کړي دي.
سرچینې لیکلي چې د تطبيقي پلان له مخې به د دغه پنځهپوړيز مارکېټ د لومړۍ مرحلې ساختماني چارې په نهو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
په خبرپاڼه کې د کندوز ښاروال، قاري ګل نبي انس له قوله لیکل شوي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ښار ظاهري بڼه ښکلې شي، د ښاروالۍ له ملکيتونو به ښه ګټه واخيستل شي، او د ښاروالۍ عواید به ورسره زیات شي.

