د بهرنیو چارو وزارت دويم سياسي رییس ذاکر جلالي وایي، د افغانستان په اړه باید له امنيتمحوره لیدلوري تېر شو او د هېواد رغنده رول ته د «سیمهییز اتصال، همکارۍ او يووالي» په برخه کې پاملرنه وشي.
ښاغلي جلالي په خپله اېکس پاڼه ټینګار کړی چې افغانستان اوس د ۲۰۲۱م کال په څېر د «بحران مدیریت» موضوع نه ده.
هغه لیکلي، که سیمهییز هېوادونه له دغه لیدلوري کار واخلي، نو کولی شي د افغانستان له ترانزیتي، سوداګريز او له نښلوونکو ظرفیتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي؛ هغه څه چې د ګډو ګټو د خونديتوب او د سیمهییز يوالي د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس زیاته کړې، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ترانزیت، سیمهییز اتصال، سوداګرۍ د اسانتیا او اقتصادي همکاریو په برخه کې عملي ګامونه دا ښيي چې د سیمې د هېوادونو لپاره ثبات، سوکالي او ګډې ګټې تضمین کړي.
ذاکر جلالي همدارنګه ټینګار کړی چې له افغانستان سره تعامل باید د «عملي واقعیتونو، شته ظرفیتونو او فرصتونو» پر بنسټ ترسره شي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان په تړاو د تهران په غونډه کې د ګاونډیو هېوادونو او روسیې استازي تر ډېره پر امنیتي مسایلو بحث او سلا مشورې کوي.

