د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې افغانستان په تېر مالي کال کې د یو میلیارد او ۸۱۱ میلیونه ډالرو پهارزښت صادرات ترسره کړي دي.
د یاد وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې په تېر ۱۴۰۲ لمرېز لېږدیز کال د یو میلیاد او ۸۱۱ میلیونه ډالروپه ارزښت صادرات شوي چې دا د تېر ۱۴۰۱ مالي کال په نسبت شپږ سلنه کموالی ښیي.
د ښاغلي جواد په قول چې د صادراتو د سږنۍ کچې د کموالي یوه عمده وجه ګاونډیو هیوادونو ته د ډبرو سکرو نهصادرول دي.
هغه زیاته کړه چې د هېواد د صادراتو زیاته برخه کرنیز محصولات (پومبه، وچ انځر، ممیز، هینګ او د هینګ تخم،پیاز، انګور، مڼه، زعفران، انار او روميان) دي چې پاکستان، هندوستان، عربي متحدو اماراتو، قزاقستان، چین، ایران،ترکیې، ازبیکستان، تاجکستان او امریکا ته ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ۱۴۰۱ مالي کال کې د شاوخوا دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړيچې ډېره برخه یې پاکستان، چین، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او عربي متحدو اماراتو ته ترسره شوي وو.
په دغو صادراتي کرنیزو توکو کې د ډبرو سکاره، لاسي صنايع او همدا رنګه وچې او تازه میوې شامل وو.