ډېر لوستل شوي

د کابل او واشنګټن د اړيکو نوی پړاو؛ “بيا رغونې او پراختيا کې يې جدي خنډ نه ليدل کېږي”

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي د کابل او واشنګټن د اړیکو په تاریخ کې په افغانستان کې د امریکا شل کلنه «اشغالي» دوره یو استثنايي پړاو بللی دی.
ښاغلي جلالي پر خپله اېکس‌پاڼه ټينګار کړی، چې د دواړو لوريو ترمنځ اړیکې بنسټیزې پېچلتیاوې نه لري او په ځینو سترو پراختیايي پروژو، لکه د کندهار نړیوال هوايي ډګر او د کجکي بند جوړولو کې، باید د امريکا مثبت رول له پامه ونه غورځول شي.
ذاکر جلالي همداراز ویلي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په اوسنیو تعاملاتو کې داسې پړاو ته رسېدلي، چې د اړیکو د بیا رغونې او پراختیا پر وړاندې کوم جدي خنډ نه تر سترګو کېږي.
د نوموړي په وينا، د دوحې تړون لاسلیک دا ښيي چې په دواړو لورو کې د پام وړ عمل‌ګرایۍ کچه شته، څو د تېر وخت بنديان پاتې نه‌شي او د واقع‌بینانه تګلارې له مخې، د اړیکو د پراخېدو پر نویو فرصتونو تمرکز وکړي.

اړوند خبرونه