ډېر لوستل شوي

دفاع وزارت د هند لخوا مرسته شوي درمل د زابل روغتیا ریاست ته سپارلي

د زابل ځايي مسوولین وايي، چې د ملي دفاع وزارت د ۴۰۰ بستریز روغتون رهبري لخوا د زابل عامې روغتیا ریاست ته ۳۲ قلمه او ۳۶۰ کارټنه لوړ کیفیت درمل او طبي مرستې سپارل شوې دي.

د ۲۰۵ البدر قول اردو وايي، چې دا مرستې د یاد روغتون د رهبري په هڅو د هند هېواد له لوري برابرې شوې وې، چې لوړ کیفیت لري.

یادې سرچینې زیاته کړې، دا مرستې به د زابل د خلکو د روغتیايي خدماتو ښه والي او د درملو د کمښت د جبران په برخه کې مهم رول ولوبوي. د یادونې وړ ده، چې پاکستان سره سوداګریز پرېکون وروسته هند افغانستان سره د درملو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ټټر وهلی دی.

اړوند خبرونه