ډېر لوستل شوي

پوتين به نن روسيه کې د افغانستان د سفير باورليک ومني

د کرملېن ماڼۍ دفتر خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير پوتين به نن په مسکو کې د افغانستان سفير په ګډون د يو شمېر هېوادونو د سفيرانو باورليکونه ترلاسه کړي.

ياد دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په روسیه کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن به نن ورځ خپل باورلیک د روسیې ولسمشر پوتین ته وړاندې کړي. د ويلو ده، چې د افغانستان د سفير په ګډون د څو نورو هېوادونو سفیران هم نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې ولسمشر ته خپل باورلیکونه وړاندې کوي.

اړوند خبرونه