په تاشکند کې د بلاروس سفیر الکساندر سیرګېویچ د افغانستان اسلامي امارت له سفیر عبدالغفار بحر او د سفارت له مسوولینو سره کتلي دي.
په اوزبيکستان کې د افغانستان سفارت ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوستانه اړیکو او د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
بلاروسي لوري افغانستان ته د غیرمقیم استازي د معرفي کولو، د ګډ صنعتي کاري ګروپ د جوړولو، په ترمذ کې د وچو شیدو د تولید د پروژې د پیل، د روغتیا په برخه کې د همکاریو پراختيا او افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو وړاندیز کړی دی.
د ياد سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې همداراز د کونسلي همکاریو پر پیاوړتیا او د سیمهییزو اقتصادي او ترانزیټي پروژو، لکه افغانټرانس، ټاپي او کاسا–۱۰۰۰ کې د بلاروس د ګډون پر امکاناتو بحث شوی دی. دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د متقابل باور پر بنسټ د همکاریو پراختيا کولی شي د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي.

