د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د مرستیالې روزمیري ديکارلو په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، د اقتصادي ثبات پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو د لرې کولو او د بشري مرستو د موثریت پر لارو چارو بحث شوی دی.
ښاغلي حقاني په دې ناسته کې ويلي، د نشهيي توکو د کرکېلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات شوي چې مثبتې پایلې یې لرلې دي، او د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل پر پراختیا یې هم ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو پلاوي د افغانستان امنیتي وضعیت او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پرمختګونه ستايلي او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.
د يادونې وړ ده، په دې ناسته کې همدارنګه څرګنده شوې چې د دوحې د درېیمې پروسې له مخې به کاري ګروپونه خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب په کابل کې ترسره کړي.

