ډېر لوستل شوي

اندونیزیا کې د ځمکې ښویېدو پېښه؛ ۱۷ تنه پکې مړه او ۸۰ نور تري‌‌تم شوي

د اندونیزیا په لوېدیځ باندونګ سیمه کې د سختو ورښتونو له امله د ځمکې ښویېدو پېښه رامنځته شوې، چې په پایله کې لږ تر لږه ۱۷ کسان پکې مړه او ۸۰ نور تري‌تم شوي دي.
سیمه‌ییزو چارواکو ويلي، په تري‌تم شویو کسانو کې ۱۹ تنه د اندونیزیا د ځانګړو سمندري ځواکونو غړي هم شامل دي. د چارواکو په وينا، د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې عملیات پیل شوي، خو لا هم د لسګونو کسانو برخلیک نامعلوم دی.
د اندونیزیا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې تر خاورو لاندې شوي کسان پیدا او وژغوري، خو د پېښې ځای د سختو چاپېریالي شرایطو او د ځمکې د بیا ښویېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.
چارواکي ټینګار کوي، چې د هوا خرابوالی او د سیمې ناپایدار وضعیت د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې، خو عملیات به تر هغې روان وي، څو ټول تري‌تم کسان وموندل شي.

اړوند خبرونه