د کډوالو او راستندونکو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمطلب حقاني خبر ورکړی، چې د ارشاد حج اوقافو وزارت له لوري د دوی وزارت ته د بيتالله شريفې د فرضي حج سهمې ورکړل شوې دي.
ښاغلی حقاني وايي، دا صحمې په دوو برخو کې يوه يې پاکستان او ايران کې مېشتو افغان کډوالو ته او دويمه برخه يې له يادو هېوادونو پرته په نورو ټولو بهرنيو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته ځانګړې شوې ده.
د ياد وزارت وياند له ګډونکوونکو غوښتي، چې په پاکستان او ايران کې غوښتوونکي کولی شي خپلې فورمې په همدې هېواد کې اړوند اتشو ته وسپاري او په نورو بهرنيو هېوادونو کې مېشت افغانان کولی شي، چې خپلې فورمې د وزارت ويبسايټ لېنګ ته وليږې.

