د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په موخه «علميـتحقيقي سيمينار» ترسره کړی دی.
د اميد راډيو خبريال په دې سيمينار کې د ياد وزارت د فرهنګ او هنر مرستيال مولوي عتيقالله عزيزي په حواله ويلي، چې فرهنګي آثار يوازې د يو ملت يا يو هېواد پورې محدود نه دي، بلکې د سيمې ګډ هويت او شريک تاريخ جوړوي.
ښاغلي عزيزي زياته کړې: “د تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو جګړو، لکه څنګه چې نورو برخو ته زيان اړولی، د هېواد فرهنګي ميراثونه يې هم له جدي زيانونو سره مخ کړي دي.” د نوموړي په وينا، د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري فرهنګي ميراثونو ته ځانګړې پاملرنه زياته شوې ده.
مولوي عتيقالله عزيزي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له سياسي مسايلو پرته دې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي، څو دا ارزښتناک تاريخي شتمنۍ خوندي او راتلونکو نسلونو ته وسپارل شي.

